د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند سناتور په افغانستان کې د جګړې ختمول غوښتي.
امریکایي سناتور بیرني ساندرس، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته هم نوماند دی ویلي، امریکایي ځواکونو له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا افغانستان کې اوږده جګړه پیل کړې چې د امریکا خلک دغه جګړه نه غواړي.
ساندرس ویلي، کانګرس قانوني صلاحیت لري چې د جګړې ختمولو برخه کې مداخله وکړي.
هغه پر خپل ټویټر لیکلي، امریکا نږدې اتلس کاله کېږي په افغانستان کې، پنځلس کاله په عراق او پنځه کاله په سوریه کې بې پایلې او اوږده جګړه پیل کړې چې امریکایي ولس یې نه غواړي.
سناتور راند پال بیا ویلي، امریکا ځکه باید افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي چې په میلیاردونو ډالر مصروفوي او که دغه جګړه دوام پیدا کړي، نو د امریکا د ملي امنیت په زیان دی.
پال ویلي، افغانستان کې د جګړې دوام به امریکا ته لا نور دښمنان هم پیدا کړي.