وسلهوالو طالبانو ته د افغان ځواکونو خبرداری!
افغان وسله وال پوځ له هیواده د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنې ته چمتو دي .
افغان پوځ خبرداری ورکړی، که وسله والو مخالفین د سولې له بهیر سره یو ځای نه شي له منځه به یې یوسي .
ملي دفاع وزارت وایي، د سرتېري په ملي ورځ د ولس ملاتړ دا وښوده چې د جګړې په لیکو کې افغان ځواکونه نه ماتیدونکي دي .
له دې سره د روزنې د نظامي مرکز قومندان جنرال امین الله واحدي وايي هیڅ څوک له افغان وسله وال پوځ سره دمخامخ جګړې توان نه لري او د ولس وروستي ملاتړ وښوده چې افغان ځواکونه دجګړې په ډګر کې ماته نه مني .
په دغه غونډه کې افغان ځواکونو سره د مرستې بنسټ له لوري د هیواد په ننګه له شهید شویو سرتیرو کورنیو سره معنوي مرستې هم وشوې .
دغه بنسټ د پنځه ویشتو هغو سرتیرو بچیان چې سرونه یې دهیواد په دفاع کې قرباني کړي دزده کړو لپاره یوشمیر تعلیمي موسیسو ته معرفي کړل .