د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تاشکند ښار کې د ازبکستان د ملي امنیت له سلاکار ډاکټر ویکټور محمودوف سره کتلي دي.
له ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو خواوو په بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره په مشترکې مبارزې، سرحدي همکاریو، د امنیتي بنسټونو په چوکاټ کې روغتیايي همکاریو، اقتصادي، زېربنايي، مواصلاتي، تعلیمي او فرهنګي مرستو په پراختیا بحث کړی دی.
د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو همدا راز مختلفو برخو په ځانګړې توګه له سیمه ییزې ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره د مبارزې اړوند د همکاریو د سند په جوړېدو خبرې کړي دي.
ډاکټر محمودوف د افغانستان د سولې له پروسې د ازبکستان د ملاتړ دریځ په اړه ویلي، چې افغانستان کې د سولې تامین یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت شونی دی.
دواړو خواوو پرېکړه کړې چې د افغانستان او ازبکستان د مشترک امنیتي کمېسیون بله ناسته به د سټراټېژيکو جزییاتو او پلانونو ارزولو په هدف راتلونکی کال کابل کې جوړېږي.