د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داودزی ټینګار کوي چې جګړه د حل لار نه ده او باید جګړه کې ښکیلې غاړې د خبرو له لارې یوې پایلې ته ځان ورسوي.
عمر داودزي چې په کابل کې یې یوې غونډې ته وینا کوله وویل، امریکا له طالبانو سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو هوکړه نه شي کولای ځکه امریکا له افغان حکومت سره امنيتي هوکړه لري.
عمر داودزي ویلي، طالبان نه شي کولای چې د ټول افغانستان د حاکم په حیث بل هېواد ته د ګواښ نه پېښولو په اړه تضمین ورکړي.
عمر داودزی ډاډه دی چې طالبان د تېر په څېر امارت نه، بلکې په افغانستان کې مشارکت غواړي.
د داودزي د مالومات له مخې، امریکا هڅه کوي طالبان وهڅوي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د تل لپاره نه دی.