د هلمند د سولې کاروان سر لاری اقبال خیبر ویلي، د پیښور او کویټې شورا د سولې مخالف دي.
د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خیبر ننګرهار کې دسولې له روانو خبرو ملاتړغونډه کې ویلي، سیمه ییز طالبان سوله کوي ؛ خو د کویټې او پېښور شورا ورته اجازه نه روکوي.
خیبر وایي، حکومت او طالبان په قدرت سره وران دي او تر اوسه کره نه ده چې طالبان سوله کوي او کنه.
له دې سره په ننګرهار کې د ناصرو قومي مشرانو له طالبانو سره سولې د روانو خبرو ملاتړ کړی او له طابانو یې د سولې غوښتنه کړې.
خیبر د زلمي خلیزاد په مشرۍ له طالبانو سره د سولې روانو خبرو ته په اشارې سره وایي، تر اوسه کره نه چې طالبان سوله کوي او کنه.
اقبال خیبروایي، باید ټول ولسونه ددایمي سولې لپاره د عمل میدان ته راووځي.
بېلابېلو هېوادونوکې له طالب مشرانو سره افغان سولې په تړاو ډېرې ناستې شوي؛ خو تر اوسه پايلې ته نه دي رسیدلي.
خلک وایي، نور له جګړې ستړي دي ډېره قرباني یې ورکړې او اوس اړتیا ده چې د جګړې ښکیلې خواوې د بین الاافغاني سولې لپاره کار وکړي.