د ټاکنیزو کمېسیونونو کمشنرانو او دارانشا مشرانو په ارګ کې لوړه وکړه.
ولسمشر د لوړې له مراسمو وروسته د ټاکنیزو کميسیونونو کمشنرانو او غړیو ته په وینا کې وویل، کمشنران د ټولو، نوماندانو،سیاسي ګوندونو او مهموڅیرو په همغږۍ ټاکل شوي دي.
نویو کمشنرانو ته د ولسمشر پیغام دا وو چې سر له نن دې له ټولو سیاسي ګوندونو او اړخونو سره هغه اړیکې چې پخوا یې درلودې پرې کړئ.
ولسمشر د ټاکنیزو کمېسیونونو کمشنرانو ته دا هم وویل، چې د ولسمشریزو ټاکنو، ولایتي شوراګانو، غزني ولایت او د ولسي جرګې د نااعلان شویو پایلو د اعلان لپاره دې چمتووالی ونیسئ.
د کميسونونو پر نویو غړو د ولسمشر بل غږ دا وو چې د ولس باور دې وساتي او په دې برخه کې ورته یوه کوچنۍ تیروتنه هم د منلو نه ده.
هغه د ولسي جرګې تیرو ټاکنو ته په اشارې وویل، تیر وتنې او سرغړونې دې د قانون په اساس وڅیړل شئ.
اجرایه رییس بیا په خپلو خبرو کې وویل، پر ټاکنو ټینګار په دې مانا نه دی چې د سولې بهیر یې هیر کړی بلکې دواړه د ولس غوښتنې دي چې باید تر سره شي.