په ظاهره د دوحې په پنځمه ناسته کې تر دې دمه پرمختګ نه لیدل کیږي.
د امریکایانو او طالبانو تر منځ اختلاف د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو په موده کې دی.
طالبانو ته نیږدې کسان وايي، امریکا غواړي د کابل او واشنګټن ترمنځ د شوي امنیتي تړون تر ټاکلې مودې په افغانستان کې پاتې شي.
د دوحې په روانو خبرو کې دواړو لورو د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو لپاره وړاندیزونه کړي چې یو بل یې سره نه مني.
دا څلورمه ورځ ده چې دواړه لوري د بهرنیو ځواکونو د وتو په مودې تم دي چې تر اوسه یې محسوسه پایله نه ده خپره شوې.
د زلمي خلیلزاد او طالب استازو تر منځ د اختلاف او خنډ ټکی د دواړو لورو وړاندیزشوې موده ده.
امریکا غواړي تر پنځو کلونو له افغانستان نه خپل ځواکونه او تجهیزات ټول کړي خو طالبان دا موده ورسره نه مني.
طالبانو ته نیږدې کسان وايي، امریکا په دې هڅه کې ده چې نړیوالو ته وښيي دوی د تړون مودې له پای ته رسېدو سره افغانستان پرېښود.
له دې سره همهاله د موقت حکومت جوړیدل هم ګرمه موضوع ده.
طالبان له اوسني حکومت سره خبرې کول نه غواړي او ورسره جوخت تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د ولسمشر قانوني موده پای ته رسیږي.
د طالبانو ویاند د خبرو جریان کې د موقت حکومت، او د مذاکراتي ټیمونو تر منځ بحث شوې موده افواهات ګڼي.
تمه شته چې دواړه لوري په ټاکل شوې موضوع سره توافق ته ورسیږي .