• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دانش: طالبان دې پر افغان‌ځواکونو بریدونه ودروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/02

د ولسمشر دویم مرستیال وايي، طالبان دې د سولې خبرو په لړ کې پر افغان ځواکونو بریدونه ودروي.

د طالبانو هغه خوبونه به په حقیقت بدل نه شي چې د امنیتي او دفاعي بنسټونو د له منځه وړلو لپاره یې لیدلي دي.

د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش چې د تفتیش عالي ادارې ته یې نوی رییس معرفي کو، یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې د خبرو جریان دې پر افغان ځواکونو بریدونه ودروي.

د تفتیش عالي ادارې رییس چې ۱۶ کاله یې دنده کړې وه، لیرې او پر ځای یې نعیم حقمل کار پيدا کړ او د شفافیت ژمنه یې وکړه.

د تفتیش عالي ادارې ته د نوي رییس معرفي غونډه ده، خو د ولسمشر د دویم مرستیال د خبرو تمرکز د سولې په خبرو او د طالبانو په بریدونو و چې ګنې طالبان غواړي امنیتي او دفاعي بنسټونه له منځه یوسي.

د پلټنې عالي ادارې نوي رییس محمد نعیم حقمل ژمنه وکړه، چې د شفافیت او حساب ورکولو دود به رامنځ ته کوي او په دې برخه کې به له ټولو تجربو ګټه واخلي.

د پلټنې اداره د ناقانونه، ناموثرو، بی ګټو، غیرې اقتصادي او نورو ناسمو مالي، حسابي او اقتصادي فعالیتونو نیمګړتیاوې په نخښه کوي او حل لار ورته پيدا کوي.

ټینګار دا دی چې دا اداره دې په بې پرې ډول کار وکړي چې له فساد سره مبارزه جدي او چټکه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې
افغانستان

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي
افغانستان

یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

مې 12, 2025
مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي
افغانستان

مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي

مې 11, 2025
افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې
افغانستان

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist