د ملي امنیت منسوبینو په ننګرهار کې دوه ځانمرګي بریدګر نیولي دي.
ملي امنیت دوه ځانمرګي بریدګر موخې ته تر رسیدو وړاندې ونیول .
نیول شویو ځانمرګو کې یو یې پاکستانی او بل هغه یې د کونړ د وټه پور ولسوالۍ اوسیدونکی دی.
والي شاه محمود میاخیل رسنیو ته وویل، دغو کسانو هوډ درلود چې کابل کې ترهګریز برید پلان کړي خو موخې ته له رسېدو وړاندې د ملي امنیت منسوبینو ونیول.
دغه ځانمرګي بریدګر د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند په درونټې سیمه کې نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د ملي امنیت کار کوونکو د غلام مصطفی په نوم هغه کس هم نیولی چې د بې غږه تومانچو په واسطه یې ملکي مامورین په نښه کول.
دا کس بیا د بهسودو ولسوالۍ ثمرخيلو سیمه کې نیول شوی دی.