قانون ماتوونکو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری!
کورنیو چارو وزارت وايي، د جنایت کوونکو، اوباشانو، قانون ماتوونکو او د امنیت ګډوډوونکو پر ضد به ټینګې مبارزې ته دوام ورکړي.
کورنیو چارو وزارت له لوري رسنیو ته په استول شوي نوملړ کې د هغو کسانو په نیولو ټينګار شوی چې په خبره یې اوس تښتیدلي خو د پولیسو تر څار لاندې دي.
د کورنیو چارو وزارت له لوري خپور شوي نوملړ کې د دولس کسانو نومونه راغلي چې په قتل، وسلهوالو غلاوو، انسان تښتونو، قانون ماتونې او نورو ګڼو جرمي پېښو کې په لاس درلودو تورن شوي دي.
کورنیو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې د دغو کسانو په موندلو کې له دوی سره مرسته وکړي.