د قطر ناستې پایلو ته سیاسیون او عام افغانان زیات هیله مند دي.
د امریکا او طالب مرکچیانو تر منځ د سولې روان بحث ته ځکه هیله مندي شته چې په تېرو بحثونو کې د پرمختګونو خبره شوې وه.
تمه دا ده چې د دې ناستې په پایله کې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته د زمینې تر څنګ په اوربند هم خبرې وشي.
په دوحه کې روانه ناسته یوازې د امریکا او طالبانو تر منځ ده، او په ظاهر کې حکومت له روانو خبرو بې خبره دی.
دوحه کې د سولې په تړاو خبرو ته د هیله مندیو تر څنګ پر دغه ناسته شکونه او نیوکې هم شته.
حکومت د سولې په برخه کې وروستۍ مرجع ځان ګڼي او ولسمشر غني همدا دوه ورځې وړاندې وویل چې سوله راتلونکې ده.
اوس تمه شته چې طالبان به له امریکا سره تر بحثونو وروسته افغان حکومت ته راګرځي چې په اوربند او اوږمهاله سوله باندې خبرې وکړي.