• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر: سولې ته به افغانان حتمي رسېږي

admin by admin
2019/02/24

ولسمشر غني تمه ښودلې چې سولې ته به افغانان حتمي رسیږي او لنډ وخت کې به د اوربند او سولې زیری واوري.

ولسمشر چې په نیمروز کې د چابهار بندر د سوداګرۍ د پرانیستې مراسمو ته تللی، هلته یې باور ښودلی چې افغانان به د سولې ارمان ته رسیږي.

له دې سره یو ځای ایران او هند هم تمه ښودلې چې مشترکې اقتصادي ګټې به افغانستان د ثبات خواته بوځي.

ولسمشر په دې سفر کې یو ځل بیا په ولسمشریزو ټاکنو ټینګار کړی چې په خپل وخت به ترسره کیږي.

ولسمشر غني چې نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته د چابهار د بند له لارې د سوداګرۍ پرانیست غونډې ته تللی، هلته یې له خلکو ته تمه ورکړې چې نږدې راتلونکي کې به د سولې زیری واوري.

ولسمشر باور لري چې د سولې خبرې یو مهم پړاو ته تللي او تمه شته چې د افغانانو له غوښتنو سره سم به پایله ورکړی.

له ولسمشر سره په دې پرانیست غونډه کې د ایران او هندوستان سفیران هم ملګري و، کابل، تهران او نوی ډيلي چې د چابهار مشترک غړي دي، د دې بندر له لارې سوداګري یې د اقتصاد تر څنګ د ثبات لپاره مهم ګام بللی دی.

د ایران سفیر داسې ویلي (( موږ هیله لرو چې د افغان دولت مخالفې وسله والې ډلې له جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي، د چابهار بندر له لارې سوداګري کولای شي، د اقتصاد تر څنګ ثبات باندې سم اغیز ولري. ))

کابل کې د هند سفیر داسې ویلي (( افغانستان کې اقتصادي وده به د افغانستان تر څنګ د سیمې هېوادونو په وضعیت ښه اغیز ولري، هندوستان نه یواځې د افغانستان اقتصادي رشد کې همکاري کوي، بلکې تر څنګ به یې د سولې او ثبات برخه کې هم همکاریو ته دوام ورکړي.))

ولسمشر غني له خلکو غوښتنه وکړه چې ټاکنې حتمي کیږي او خلک دې د ګډون لپاره چمتووالی ونیسي.

د ټاکنو په تړاو انديښنې وروسته له هغې زیاتې شوي چې ولسمشر په نوي قانون سره کمشنران عزل کړل او نوي کمشنران لا نه دي معرفي شوي.

د کمشنرانو له عزل سره یو ځای د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې هم په ځای پاتې دي او نوي کمشنرانو ته په تمه دي چې دا کار خلاص کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist