طالبان، نړیواله ټولنه او افغان حکومت يې پر وړاندې خنډونه جوړوي!
د هلمند د د دې کاروان غړو د یوه پراخه سوله ایز لاریون پرمهال ویلي، چې د طالبانو د کوټې شورا يې مستقیمأ د سولې حرکت پر وړاندې مخالفت کوي.
دوی وايي، د سولې خبرو لپاره د امریکا له لوري د زلمي خلیلزاد ټاکنه هم له دې حرکت نه سرچینه اخلي.
د دې کاروان مشر اقبال خیر وايي، طالبان، نړیواله ټولنه او ځیني مواردو کې يې د افغان حکومت ځینې کسان د سولې دې حرکت پر وړاندې خنډونه جوړوي.
دی وايي، د طالبانو ځايي قومندانان ورسره همکار دي؛ خو د کوټې شورا يې د سولې حرکت پر وړاندې خنډونه جوړوي.
دوی د سولې خبرو اترو لپاره د امریکا له لوري د زلمې خلیلزاد ټاکنه هم د دې حرکت ثمره بولي، خو نیوکه کوي؛ چې په لوی لاس هڅه کېږي چې افغان ولس له منځه وباسي.
کونړ مېشتي وايي، د دې حرکت سره همغاړې دي او د سولې دا غږ لا ډير بدرګه کوي.
د دواړو غاړو ترمنځ د اوربند علان بله غوښتنه وه؛ چې لاریونوالو ترې یادونه کوله، هغه چې زلمي خلیلزاد هم په تازه څرګندونو کې ټېنګار کړی، خو لا هم نه دی څرګند.