واشنګټن: پاکستان دې له ترهګرۍ لاس واخلي.
امریکا متحده ایالاتو پر پاکستان غږ وکړ چې زر تر زره دې خپله خاوره کې د وسله والو پټنځایونه ختم او د هغوی له ملاتړ دې لاس واخلي.
امریکا متحده ایلاتو همداراز ویلي، اسلام اباد دې د هغو ترهګرو ډلو مخه ونیسي چې له پاکستانه په سیمه کې ترهګریز فعالیتونه سمبالوي.
د امریکا دغه تازه غوښتنه داسې مهال شوې چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یو موټر بم برید د هند ملېشه ځواک څلور څلویښت سرتیري ووژل.
هند ګواښ کړی چې د دې برید غچ به له پاکستان اخلي.
جیش محمد په نوم وسله والې ډلې چې پاکستان کې میشته ده د دې برید مسولیت یې په غاړه اخیستی دی.