Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني: د افغان‌ځواکونو سپکاوی د زغملو نه دی

admin by admin
2019/02/04

ولسمشر د شهیدانو کورنیو ته د کوپون د ویش بهیر پرانیسته وکړه.

ولسمشر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د کوپون د ویش بهیر پیل کړ.

دا بهیر د ولسمشر له لوري ارګ کې پيل شو چې ولایتونو ته به هم وِغځیږي.

ولسمشر په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې ویلي چې افغان ځواکونو د دې هېواد ساتونکي دي او دغو ځواکونو ته هر ډول سپکاوی، ملت ته سپکاوی دی چې هیڅ د منلو نه دی.

ولسمشر د طالبانو وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې یو ځل بیا د افغانستان تجهیزات کباړ او خرڅ کړي.

ولسمشر هغه ژمنه پوره کړه چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو له وارثینو سره یې کړې وه.

ولسمشر د شهیدانو کورنیو ته د کوپون د ویش بهیر پرانیسته وکړه چې له دې وروسته به اړمن کسان وکولای شي له ټاکل شویو مغازو میاشتنی خوراکي توکي وړیا ترلاسه کړي.

ولسمشر داسې ویلي ((د کوپون وېش له کابله پېلېږي او کرار کرار به په افغانستان شموله ملي پروګرام بدل شي. ټولې مغازې به پر وخت او شفافه توګه  د شهیدانو بایمیتریک شویو کورنیو ته په کوپون کې شامل خوراکي توکي ووېشي.))

کوپون کې خوراکي توکي شامل دي چې د افغان ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته به د یو کال لپاره ورکول کیږي.

ولسمشر یو ځل بیا په ډاګه وویل چې د افغان ځواکونو هیڅ ډول سپکاوی ورته د منلو نه دی او هغوی چې بیا یې د تجهیزاتو کباړ کیدو ته سترګې نیولي، دا ارمان به یې پوره نه شي.

ولسشمر غني داسې ویلي ((هیچاته به د سولې په پلمه ملي ځواکونو ته د صدمې رسولو اجازه ورنه کړو. هغوی دې دا فکر له ذهنه وباسي چې یو ځل بیا به زموږ ټانکونه، طیارې او نور تجهیزات د زړې اوسپنې په بیه په ګاونډیاو وپلوري.))

د کوپون د وېش دغه پروګرام له بهرنیو مرستو نه، بلکې د جمهوررئیس په مدیریت په تدارکاتو کې له سپمول شویو پیسو تمویلېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist