• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټرمپ ته د ولسمشر غني لېږل شوی لیک افشاء شو

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/31

د امریکا ولسمشر ته د جمهور رئیس غني لیږل شوی لیک افشا شوی دی.

ولسمشر غني د دې لیک په یوه برخه کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ غوښتي چې له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري ونه باسي.

ولسمشر ماڼۍ په دې اړه خبرې کول نه غواړي، خو امرالله صالح ډاډ ښودلی چې افغان ځواکونه اوس وړتیا لري چې له هېواد او خلکو ساتنه وکړي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړه وتو موضوع افغان چارواکي اړ کړي تر څو په دې برخه کې د خلکو او رسنیو له سترګو پناه امریکايي چارواکو ته خپل پیغام ورسوي.

نیو یارک ټایمز د ولسمشر د یوه محرم لیک یوه برخه افشاء کړې چې ولسمشر محمد اشرف غني ټرمپ ته د امریکايي عسکرو د وتلو او د لګښت د کمولو په اړه لیکلی دی.

ولسمشر اشرف غني خپل لیک د سوېلي اسیا لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په وسیله لیږلی، دغه لیک د امریکا درې چارواکو نیویارک ټایمز ته تایید کړی، خو تر اوسه جوته نه ده چې ټرمپ به دغه لیک تر لاسه کړی وي که نه، خو ورڅخه غوښتل شوي چې له افغانستانه څخه دې ټول سرتېري نه باسي او بحث ته اړتیا ده چې د بهرنیو ځواکونو لګښت راکم کړو.

د افغان سولې ټینګښت لپاره بیا د طالبانو لویه غوښتنه له افغانستان څخه په تدریجي ډول د بهرنیو ځواکونو وتل اساسي شرط دی.

ولسمشرۍ مانۍ د محمد اشرف غني د افشاء شوي لیک په اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.

خو راتلونکو ټاکنو کې د محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح له بي بي سره په مرکه کې ډاډ ښودلی چې افغان ځواکونه د بهرنیو ځواکونو پرته هم وړتیا لري چې وضعیت کنټرول کړي.

صالح داسې ویلي (( موږ له افغانستانه تر اوسه یوازې د پیسو په وسیله دفاع نده کړې دلته داسې نور ارزښتونه شته چې موږ ته تواناني راکوي چې له افغانستانه دفاع وکړو، د ولسمشر اند دا و که موږ پخپله له افغانستانه دفاع کوو د بهرنیو مرستو ته اړتیا لرو او زه هم موافق یم چې موږ مرستو ته ډېره اړتیا لرو، ځکه موږ د جګړې په خط کې یو د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کوو، خو داسې چې موږ بې له غربه له خپل عزت دفاع نشو کولای، دا غلته خبره ده.))

محمد اشرف غني څه موده وړاندې ویلي و اوسنی حکومت د امریکا له مرستې او حضور پرته شپږ میاشتې هم دوام نشي کولی.

د امریکا له وروستي دریځ څخه هم داسې ښکاري چې د افغانستان په تړاو یې نظر بدل شوی او په ډاکه یې ویلي چې په افغانستان کې نور خپل ځواکونه نشي پرېښودلی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist