سیګار ویلي، که څه هم د سولې خبرو کې پرمختګ شوی خو د افغان ځواکونو شمېر په کمېدو دی.
د افغانستان د بیا رغورنې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې په داسې حال کې چې د سولې خبرو کې پرمختګ شوی دی، د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر کم شوی دی.
سیګار ویلي چې له ۲۰۱۵ م کال راهیسې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی.
سیګار وايي، اوس د افغان ګدو ځواکونو شمېر ۳۰۸۶۹۳ ته راټیټ شوی دی.
سیګار ویلي چې د دغو موندنو له مخې په وروستیو ۵۴ میاشتو کې هره میاشت په اوسط ډول ۸۴۹ سرتیري وژل شوي دي.