د امریکا د استخباراتو رییس دن کوتس ویلي، په روان زیږدیز کال کې به نه افغان حکومت او نه هم طالبان نظامي لاسته راوړنې ولري.
دن کوتس د امریکا د سنا مجلس استخبارتې څانګې ته په وینا کې ویلي، د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو او د طالبانو د بریدونو زیاتوالي ته په کتو ښایي په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شي.
هغه ویلي، که بهرني ځواکونه له افغانستان د ملاتړ په صورت کې باقي پاتې شي، نه به افغان ځواکونه او نه هم طالبان نظامي لاسته راوړنه ولري او افغانستان به د بحران په لوري نه ځي.