ویل کېږي قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې شپږمې ورځې ته وغځېدې چې نن شنبه به هم دوام ولري.
د راپورونو له مخې، د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي، له تور لیسته د طالب مشرانو وېستل، د بندیانو پر تبادلې او یو شمېر نورو مسایلو خبرې شوي دي.
خو تر اوسه د طالب او امریکایي استازو لخوا په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي.
ویل کېږي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په ځینو برخو کې پرمختګونه شوي، خو لا وروستي نه دي.