هند له افغانستان سره د ښو اړیکو پیاوړتیا هیله لري.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې شواشما سواراج دغه څرګندونې د منځینۍ آسیا او هند ترمنځ دوهمې ناستې ته کړي دي.
سواراج د سولې په برخه کې د افغانستان د وروستیو هڅو ستاینه کړې او ډاډ یې ښودلی چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې خبرو اترو څخه ملاتړ کوي.
سواراج زیاته کړې چې د سولې په پروسه کې باید د افغانستان ۱۸ کلنو لاسته راوړنو ته پاملرنه وشي او په افغانانو تپل شوې جګړه باید پای ته ورسیږي.
نوموړې افغانستان د منځینۍ او سویلي آسیا د نښلېدو یو مهم هېواد بللی او په نږدې راتلونکي کې یې د چابهار بندر په اړه د یوې غونډې جوړېدو خبر هم ورکړی دی.