ژباړه او زیاتوونه : ســـیال یوسفي
غلطي، سهوه ، اشتباه او ګڼ نور نومونه چې د انسان د تيروتنې لپاره په سمبوليک ډول کاريږي. هر هغه کار چې وروسته يې له امله تا ته يا بل ته زيان ورسيږي، تاسې پرې پښيماني څرګنده کړئ يا حتی د پښيمانۍ احساس وکړئ هغې ته تيروتنه ويل کيږي.
داسې حالات هم شته چې تيروتنه شوي وي خو تيروتنه کوونکي نه دا احساس کړی وي او نه يې څرګنده کړي وي خو هغه کار چې تر سره شوی وي، محض تيروتنه وي.
موږ ډيری وخت له تيروتنې وروسته پوهيږو چې دا کار تيروتنه وه ځکه که له تيروتنې وړاندې پوه شو دا کار نه کوو که و يې هم کړو يو عمدي او قصدي عمل به وي او دا به شعوري عمل وي، چې تيروتنه ورته نشو ويلی.
تيروتنه کيږي! خو د علما په وينا هغه به ډيره خوږه تيروتنه وي چې زدکړه ترې وشي او بيا تکرار نشي!
هغه پریکړې چې له تیروتنې وړاندې یې باید په یاد وساتو:
لکه څرنګه چې تاسې پوهيږئ، ښې پريکړې انسان ته نوي فرصتونه برابروي او غلطې يا ناسمې پريکړې هميش جدي ستونزې لري.
“کاش په دې خبره له وړاندې پوهیدلای” دا جمله هغه وخت له ځان سره تکرارو چې پوه شو پریکړه مو اشتباهي وه. که پوه شو چې کوم لاملونه مو د ناسمو پریکړو سبب کیږي نو بیا به مو پریکړې هم دقیقې وي.
یوه شیبه تصور کړئ چې تاسې دوه شرکتونو ته د دندې درخواست کړی دی، یو شرکت ستر دی خو حقوق او معاش یې کم دی ، بل شرکت کوچنی دی خو حقوق او امتیاز یې ښه دی، په داسې حالت کې باید تاسې ډیر دقیق فکر وکړئ او داسې پریکړه وکړئ چې په ژوند مو ډیر مثبت اغیز وکړي. تیروتنه درڅخه ونشي!
لاندې هغه لاملونه ښودل شوي چې تاسې سره تر ډيره مرسته کوي چې ناسمې پریکړې و نه کړئ او پر سمو لاملونو یې پوه شئ.
تر تصمیم وړاندې ډیر فکر کول :
ډيری وختونه داسې حالت سره مخ کیږو چې تصمیم نیول راته سختیږي، بیا نو ډیر فکر کوو، او دا مو ښايي سودايي کړي. دا سودايي کیدل پر پریکړو بده اغیزه لري. خو داسې هم نه ده چې تاسې د خپلو پریکړو د پایلو او راتلونکو په اړه هیڅ فکر و نه کړئ. تاسې باید د راتلونکي په تړاو لرلید هم ولرئ.
پر نورو تکیه کول :
موږ ډيری وخت د خپل ژوند مهمې پریکړې خپله نه شو کولای، سرګردانه یو او بیا خپلې پریکړې نورو ته سپارو. ستونزه دا ده چې نور خلک ستاسې په تړاو تر تاسې ډیر نه پوهیږي او ستاسې په حق کې هیڅ وخت مناسب تصمیم نشي نیولای. هیڅکله له نورو مه غواړئ چې ستاسې لپاره تصمیم ونیسي. د بیلګې په توګه تاسې مبایل ته اړتیا لرئ او له نورو غواړئ چې ستاسې لپاره مبایل واخلي، په پای کې داسې کيږي چې داسې یو مبایل درته اخلي چې هیڅ ستاسې له غوښتنې او اړتیا سره سمون نه خوري.
ناسمې فرضیې :
د نورو اشخاصو، ځایونو او شیانو په تړاو ستاسې غلطې فرضیې یا ګومانونه ددې لامل کیږي چې تاسې ناسمه پریکړه وکړئ. ډيری وخت موږ او تاسې د یو چا په اړ ه هغه وخت پریکړه کوو چې یو تجربه ترې ولرو. خو په دې باید پوه شئ چې انسانان، موقعیتونه او شیان… ورځ تر بلې د بدلون په حال کې دي او د تیر په څیر یې باید په تړاو قضاوت و نه کړو.
ناکافي مالومات درلودل :
کله چې د یو څه په تړاو پریکړه کوو، باید پر ټولو اړخونو یې فکر وکړو او مالومات تر لاسه کړو. له تاوانونو او ګټو یې ځان خبر کړو. او دا هم په ذهن کې وساتو چې دا پریکړه مې پر ژوند او راتلونکي څومره اغیز لري. د بیلګې په توګه ؛ پریکړه کوئ چې خپل کاري موقعیت تغییر کړئ خو چې مالومات کوئ نو نوې دنده مو پر کاري ارزښت هیڅ مثبت اغیز نه لري نو پریکړه مو باید دا شي چې پخپله پخوانۍ دنده کې پاتې شئ او همالته نوي فرصتونه ولټوئ.
لنډ مهاله فکر :
لنډمهاله فکر کول یو له سترو تیرتنو ده چې تاسې یې د تصمیم نیونې په بهیر کې کوئ. هغه کسان چې لنډ فکر لري داسې تصمیم نیسي چې یوازې د حال لپاره یې ګټه لري او راتلونکي کې یې په زیان تمامیږي. اوس چې کوم څه درته ښه ښکاري راتلونکي کې شاید هیڅ ښه پایله ور نه کړي. د بیلګې په توګه؛ فضول خرچي او بې ځایه لګښت به درته لنډمهالې اسانتیاوې برابرې کړي خو هغه پیسې چې مو په سخته تر لاسه کړي، ښايي پس انداز او سپما کول یې درته راتلونکې کې ډيره ښه پایله ولري او له اوږدمهالو خوندونو یې ګټه پورته کړئ.
احساساتي فکر کول :
ډيری وختونه انسانان په عامه اصطلاح د هوش پر ځای له جوش کار اخلي او احساساتي پریکړه کوي. که غوره پایلې غواړئ، لازمه ده چې د احساساتي پریکړو پر ځای واقعي تصمیمونه ونیسئ. احساساتي پریکړې سرخوږی دی او دا تیروتنه مو راتلونکي کې له سترو ستونزو سره مخ کوي. په دې کې پښیماني ډيره زیاته ده. لکه؛ کله چې شخصي ستونزې لرئ او دغه ستونزې درته سختیږي نو د ستونزو د حل په جریان کې مو حوصله له لاسه ورکوئ او یوه احساساتي پریکړه کوئ چې وروسته مو ډيره په تاوان تمامیږي او ستونزه مو نیمايي کې پاتې کيږي.
د ناسمو پریکړو لاملونه به زیات وي چې موږ د تیروتنې په غضب اړوي خو ما ترې دا عمده او مهم را واخیستل. تیروتنه د پښیمانۍ یو ډول دی چې د مخنیوي لپاره یې پورته موارد له وړاندې په یاد لرل ډیر اړین دي. که غواړئ چې د ژوند تیروتنې مو کمې وي او کم ترې زیان وګورئ نو فکر مو دقیق کړئ او هوښیارې پریکړې مو زیاتې کړئ.
انسان باید موقعیت او ماحول ته په کتو سره د خپل ژوند پریکړې وکړي او له نورو سره تر هغې کچه په مشوره باور ولري چې ده ته پکې زیان و نه رسیږي.
دغه موقعیتونه درک کول سخت دي خو د وخت په تیریدو سره او د پورتنیو مواردو په بار بار تمرین کولو سره د هوښیار او بیدار ذهن او پریکړو خاوند کیدای شو. پای!