Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله؛ خلیلزاد بیا خپل سفرونه پیل کړل

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/09

د افغانستان د سولې خبرو لپاره  د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په دریم سفر د سیمې هېوادونو په دوره ووت.

خلیل زاد به د افغانستان، چین، پاکستان او هندوستان هېوادونو ته سفر ولري او د ا فغان سولې په تړاو به خبرې اترې وکړي.

د خلیل زاد دا سفر د تیر هغه په څیر نه دی، دا ځل خلیل زاد قطر او متحده عربي اماراتو ته نه ځي.

د خلیل زاد د سفر بل مهم اړخ دادی چې دا ځل په دې کار کیږي څو مخامخ د افغانانو ترمنځ د سیاسي حل لپاره خبرو اترو ته لار اواره شي.

قطر کې د طالبانو او خلیل زاد ناسته

 

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو غونډه د ځينو اختلافونو له امله لغوه شوې.

ټاکل شوې وه چې نن او سبا په قطر کې د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ د روغې جوړې خبرې وشي خو طالبانو ویلي، له امریکا سره د دې غونډې د اجنډا د موضوعاتو پر سر د اختلافونو له امله یې لغوه کړه.

یوې طالب سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، طالبانو او امریکا د افغان چارواکو د ګډون، د احتمالي اوربند اعلانولو او د بندیانو د تبادلې په اړه اختلافات درلودل.

کابل کې د امریکا سفارت هم له طالبانو سره د قطر غونډې د لغوه کېدو خبره منلې ده.

کابل کې د امریکا سفیر جان باس ویلي، څومره چې طالبان له رسنیو سره خبرې کوي، همدومره دې له افعان حکومت سره هم وکړي.

د طالبانو غوښتنې

طالبانو له امریکا غوښتنه کړې چې، ۲۵ زره طالب بندیان خوشې کړي چې په بدل کې به یې دوی هم درې زره بندیان خوشې کړي.

خو طالب سرچینې وایي، امریکا په اوس وخت کې لېواله نه ده چې د بندیانو پر تبادلې بحث او خبرې وکړي.

طالبان داسې احساس کوي چې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د دې صلاحیت نه ‌لري چې د موضوعاتو په اړه مهمې پرېکړې وکړي.

ځینو طالب سرچینو بیا ویلي، هېڅکله به هم اوربند اعلان نه ‌کړي، تر څو د جګړې په اړه ‌یې خپلې اساسي غوښتنې پوره شوې نه ‌وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist