له ازبکستانه هېواد ته د راواردېدونکې برېښنا لینونه پرې شوي دي.
برېښنا شرکت د اعلامیې په خپرولوو سره ویلي چې دوه لینونه دبغلان ولایت اړوند سیمو کې د نښتو له امله پرې شوي دي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې یو لاین د دوشي اړوند سیمه کې نن سهار او بل یي هم د له دوشي د خنجان په لورې پرې شوی دی.
له همدې امله پر کابل، پروان، کاپیسا، میدان وردګو، غزني، لوګر او پکتیا ولایتونو برېښنا پرې شوې ده .