د امریکا ولسمشر له افغانستان د سرتېرو په اېستلو غور کوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس ویلي، له افغانستان د سرتېرو اېستلو په تړاو تر اوسه ولسمشر ټرمپ وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او په دې تړاو غور کوي.
د رسنیو د راپور له مخې، ټرمپ له افغانستان په لومړیو کې د درې زرو سرتېرو په اېستلو غور کوي.
تر دې دمخه داسې راپورونه خپاره شول چې، ګنې ټرمپ پنټاګون ته سپارښتنه کړې چې له افغانستان د اوه زرو سرتېرو اېستلو لپاره دې تابیا ونیسي.
د ټرمپ دغې پرېکړې په کور دننه او نړیواله کچه بیلا بیل مثبت او منفي غبرګونونه راپورته کړل.