ترکیه د افغان سولې درې اړخیزې ناستې کوربتوب کوي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ترکیه کې په ګډه خبري ناسته کې اعلان کړی چې ترکیه به د افغان سولې په تړاو د درې اړخیزې ناستې کوربتوب کوي.
د راپورونو له مخې، د غونډې موخه به نه یوازې د سولې راتګ وي، بلکې په افغانستان کې ثبات د ټینګښت په تړاو خبرې هم دوام لري.
ټاکل شوې چې د دغه درې اړخیزه ناستې لپاره هڅې به د ترکیې له محلي ټاکنو وروسته وشي.