طالبان له ايراني چارواکو سره د سولې خبرو لپاره دغه هېواد ته تللي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي وايي، د طالبانو د قطر دفتر چارواکي د سولې خبرو لپاره تهران ته ورغلي او له ايراني چارواکو سره يې د سولې پروسې په اړه خبرې کړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویاند ویلي، له طالبانو سره يې د سولې په تړاو دغه خبرې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په همغږۍ تر سره کړې.
تهران وايي، دا خبرې په دې موخه تر سره کړي ، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمينه برابره کړي.
له دې سره طالبانو ایران ته د خپل پلاوي تګ ومانه.
د طالبانو په خبره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دوی پلاوی به د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفر وکړي.
د سفر موخه د سولې او پخلاینې خبرو ترڅنګ د سیمې هېوادونو د همکارۍ جلبول ښوول شوي دي.
تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل، له قطر د طالبانو یو پلاوی د خبرو لپاره تهران ته ورغلی دی.