د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا کابل ته راورسېد
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به د افغانستان سربېره ایران، چین او روسیې ته هم لاړ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، قریشي به د سیمې څلورو هېوادونو ته د سفر پر مهال کابل ته هم لاړ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قریشي سره په دې سفر کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او نور لوړپوړي چارواکي هم ملګرتیا کوي.
شاه محمود قریشی به د دغو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو سره پر بېلا بېلو دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په لارو چارو وغږیږي.