پاکستان له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی وکړ.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د سرتېرو وتل به د سولې خبرو کې مثبت اغېز ولري او د دې لامل به شي چې اماراتو کې د سولې په تړاو ناستې دوام وکړي.
قریشي ویلي، ځینې طالب بندیان یې هم په همدې موخه خوشې کړي چې د سولې خبرو لپاره زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینې امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې امریکا خپل زرګونه سرتېري له افغانستانه وباسي.