کابل کې ککړې هوا د مرګوني ناروغیو ګواښ زیات کړی دی.
د کابل ښار هوا چې اوس تر بل هر وخت ککړه یادیږي، د سرطان ناروغیو تر څنګ نورې ناروغي پيدا کوي چې انسان د مرګ تر پولې رسوي.
هغه ادارې چې په دې برخه کې مسوولیت لري ملامت بلل کیږي او نه دي توانیدلي چې د راتلونکي لپاره یو بنسټیز کار وکړي چې د ککړې هوا مخه ونیسي.
دولت د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره پنج شنبه په کابل کې رخصتي اعلان کړې خو داسې ښکاري چې د ککړې هوا په مخنیوي کې یې د پام وړ کموالی نه دی راوستی.
له غیرې معیاري سون توکو ګټه اخېستل، د سړکونو خراب حالت، د صنعتي پارکونو موجودیت او ګڼې نورې ستونزې ددې لامل شوي چې د کابل هوا په بې ساري ډول ککړه شوې.
داکتران وړاندیز کوي٬ چې په کورونو کې دې٬ د غیري معیاري سوند توکو څخه مخنیوی وشي٬ او سپارښتنه کوي چې د ناورغیو د مخنیوي لپاره دې له ماسک څخه ګټه واخلي.
په مسوولو ادارو نیوکه ده چې څنګه نه دي توانیدلي چې د هوا د ککړتیا مخه ونیسي او داسې پروژې تطبیق کړي چې راتلونکي کلونو کې هوا نسبي پاکه کړي.
ککړه هوا د تنفسي ناروغیو نیولی آن د سرطان لامل کېږي چې اوسمهال ګڼ کسان پرې اخته شوي دي.
د هوا ککړتیا یو لامل په کابل ښار کې د وګړو او وسایطو بې شمېره ډېرېدل یادېږي .
د مالوماتو له مخې کابل ښار د نړۍ په کچه یو له هغو ښارونو دی چې هوا یي ډېره ککړه ده .
هڅې مو وکړې چې د چاپیریال ساتنې د ادارې نظر هم له ځان سره ولرو خو له زیاتو سره سره حاضر نشول.