د سولې په تړاو په لوړه او ټیټه کچه باور د قوت اخیستو په حال کې دی.
طالب او امریکايي استازي خپلې کورنۍ دندې له خپلو مشرانو سره د رضایت لپاره شریکوي.
طالبانو له امریکا څخه غوښتي چې له افغانستان څخه ووځي، او امریکا بیا له طالبانو غوښتي چې له افغانستان څخه امریکا ته بیا ګواښ پېښ نه کړي.
د بندیانو تبادله د امریکایانو او طالبانو تر منځ د خبرو بل مهم ټکی دی چې د دواړو تر منځ د بندیانو تبادله هم نیږدي ښکاري.
طالبان وايي، د اماراتو په ناستې که د دواړو اړخونو کورنۍ دنده دا ده چې په بحث شویو مواردو د طبیق لپاره د خپلو مشرانو رضایت تر لاسه کړي.
طالبانو له امریکا غوښتي چې له افغانستان څخه ووځي اوبیا د راتګ لپاره هم زړه ښه نه کړي، امریکا دغه راز له طالبانو غوښتي چې له افغانستان څخه بیا امریکا ته ګواښ پېښ نه کړي .
د امریکایانو د وتو تر څنګ داسې ښکاري چې امریکایانو او طالبانو د ځینو بندیانو تبادلې ته هم سره نیږدې شوي دي.
په لومړي سر کې اټکل دا دی چې د انس حقاني په ګډون به د طالبانو ځینې زندانیان په کابل کې د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې آزاد کړي.
د طالبانو او امریکایانو تر منځ به ناستې دوام پیدا کړي او باور دا دی چې راتلونکې هغه به له اوسنیو زیاتې ګټورې وي.
د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي سره د طالبانو نه لیدل بیا د نیوکو اړخ جوړوي، خو طالبانو ویلي چې د افغانستان ستونزه دوه اړخونه لري هم کورني او هم بهرني چې لومړی باید بهرني حل شي او وروسته بیا کورني اړخ باندې خبرو او تفاهم ته حاضر دي.