عربي اماراتو کې د سولې درې ورځنۍ ناستې پای ته ورسېدې.
د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې نن له طالبانو سره درې ورځنۍ خبرې او ناستې پای ته رسیږي.
د افغان سولې دا مخامخ خبرې د طالبانو، امریکا، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د مرکچیانو له لورې په مخ وړل کیږي.
امریکا او نور لوري وایي د خبرو اصلي هدف د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابرول دي .
خو ورسره جوخت دا هم ویل کیږي چې له طالبانو سره پر اوربند هم خبرې شوي.
طالبانو بیا اوربند، د نظام پر جوړښت او څرنګوالي خبرې رد کړي او ویلي یې دي، چې د دوی ټول بحث یواځې د بهرنیو سرتیرو د وتلو پر مهال ویش ور ټول دی.
طالبانو تر اوسه افغان پلاوي سره خبرو ته غاړه نه ده ایښې .
د ورځې په پای کې به د خبرو اترو نتیجه تر لاسه شي چې افغان ولسونه ورته په تمه دي.