د حزب اسلامي امیر د سولې مشورتي بورډ کې ځکه ګډون نه کوي، چې پر وینا یې سمبولیک دی.
د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار د سولې مشورتي بورډ سمبولیک ګڼي او له همدې امله په کې ګډون نه کوي.
که څه هم د سولې د مشورتي بورډ غړیتوب کې یو شمېر جهادي او سیاسي څېرې شتون لري، خو د دغه بورډ پر څرنګوالي او رول نیوکې دي.
د حزب اسلامي مشر او د دغه بورډ غړی ګلبدین حکمتیار د سولې د مشورتي بورډ په تشکیل او صلاحیت یو لړ ملاحظات لري.
حزب اسلامي وایي، دغه بورډ اجرائیوي اړخ نه لري، یوازې سمبولیک دی او مؤثریت هم نه لري.
د دغه بورډ غړي چې تېره اوونۍ حکومت اعلان کړل، ۳۱ دولتي او غیر دولتي کسان په کې شامل دي.
د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خرم او پخوانی جهادي قوماندان اسماعیل خان او ځینو نورو غړو په بورډ کې د بدلون غوښتنه کړې ده.