پښتونخوا کې له افغانکډوالو په مورنۍ ژبه د زده کړو حق اخیستل کېږي.
پاکستان کې میشت افغان کډوال نور نه شي کولی د افغانستان تعلیمي نصاب سره سم زده کړې وکړي.
دا پریکړ خیبر پښتونخوا کې د میشتو افغان کډوالو لپاره د پاکستان حکومت کړې.
هلته میشت کډوال بیا د افغانستان د تعلیمي نصاب سره سمې زده کړې غواړي.
په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت پریکړه کړي چې د پښتونخوا په ښونځیو کې به نور د افغانستان د تعلیمي نصاب پر ځای افغانانو ته د پاکستان د نصاب سره سم زدکړې ورکول کیږي.
په پښتونخوا کې میشت کډوال له دې پریکړې خوښ ندي او وایي چې په مورنۍ ژبه زده کړې د هر انسان حق دي او پاکستان دې له دوی دا حق نه اخلي.
په پاکستان کې د کډوالو مشر بیا افغان سفیر ملامتوي چې ولې د پاکستان ددې پریکړې پر وړاندې چوپ پاتې دي .
په دې ورستیو کې پر پوهنې وزارت نیوکې دي چې خیبر پښتونخوا کې د میشتو ا فغان کډوالو د زده کړو او تعلیمې نصاب د پریکړې په اړه یې خاموشي ښودلې.
شمشاد د کډوالو دغه ستونزه له پوهنې وزارت سره هم شریکه کړې خو هغوی یې تراوسه په اړه څه نه دي ویلي.