جنوبي کوریا افغانستان کې له وچکالۍ سره د مبارزې او روزنیزو برخو کې همکاري کوي.
د افغانستان ۲۲ ولایتونه د وچکالۍ زیانمن دي، چې له ډلې یې د غور، باغیس ، هرات او یو شمیر نورو سیمو وضعیت د اندیښنې وړ ښودل کیږي.
په دې موخه کابل کې دجنوبي کوریا د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان سره یو میلیون ډالر مرستې تړون لاسلیک کړ،چې د وچکالۍ له امله کډه شویو کورنیو ته به ورکړل شي.
جنوبي کوریا افغانستان کې له وچکالۍ سره د مبارزې او روزنیزو برخو کې همکاري کوي.
کابل کې د دغه هیواد کونسل د افغانانو لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان سره یو میلیون ډالر مرستې تړون لاسلیک کړ.
مسوولین وایي دا مرسته به د غور او بادغیس پر وچکالۍ ځپلو او بیځایه شویو باندې وویشل شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت سازمان استازي راجندرا آریال داسې وویل (( روان کال وچکالۍ د افغانستان ډیری سیمې سختې زیانمنې کړي، کورنۍ د خپل ځان او څارویو د ژوندي پاتې کیدو لپاره نورو سیمو او ښارونو ته کډه شوي. مونږ هڅه کوو چې د پسرلي له پېل وړاندې دوی بیرته خپلو سیمو ته وګرځو، تر څو زراعت یې لمنځه لا نشي.))
کابل کې د جنوبي کوریا کنسول وایي هیواد به افغانستان کې د وچکالۍ له زیانمو سربیره روزنیز او کرنیز سکتورونو سره مرستې وکړي.
پارک جي چون داسې وویل (( جنوبي کوریا به راتلونکی کال د بیځایه شویو ترڅنګ له افغانانو سره ښوونیزو برخو، د اقتصادي پراختیا او ټولګټو پروژو تطبیق کې مالي او تخنیکي مرستې وکړي.))
کابل کې د ملګرونو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي له افغانستان سره به د وچکالۍ ځپلو د بیړنیو مرستو ترڅنګ دې هیواد کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د اوږد مهاله پیاوړتیا کې همکاري وکړي.