ولسمشر محمد اشرف غني د ولسوالانو دویم ملي کنفرانس کې ولسوالانو ته ځينې سپارښتنې وکړې.
ولسوالۍ د ملت او حکومت تر منځ د اړیکو نقطه ده او که ولسوالیو کې حکومتولي کمزورې وي، حکومت ورسره کمزوری کیږي.
ولسمشر غني چې د ولسوالانو په دویم ملي کنفرانس کې خبرې کولې باور وښود چې ولسوالۍ ورته ځانګړی ارزښت لري چې ملي یووالي قوي کړي.
ولسمشر په دې کنفرانس کې له ولسوالانو غوښتي چې د خپلو ولسوالیو د مشکلاتو راپورونه له سیمه ییزو ارګانونو ادارې سره شریک کړي چې رسیدګي ورته وشي.
د کنفرانس په وروستۍ ورځ ولسمشر محمد اشرف غني په خپله وینا کې ولسوالیو حکومتداري مهمه بللې او ټينګار یې کړی چې ولسوالیو ته به ځانګړی ارزښت ورکړي.
ولسمشر غني داسې وویل (( والسوالي د ملت او حکومت تر منځ د تماس لومړۍ نقطه ده او که ولسوالي ضیفه وي نو نظام ضیف دی))
ولسمشر باور ښودلی چې ولسوالیو کې ولسوالان کولای شي چې ملي یووالی پياوړی کړي او تر څنګ یې د ملت او حکومت ترمنځ رابطه لا قوي کړي.
ولسمشر له ولسوالانو غوښتي چې د خپلو مشکلاتو راپورونه دې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې سره شریک کړي.
ولسمشر غني وویل (( ولسوالان دي خپل ګزارشونه اورګانهای محل ته ورکړي ترڅو له ماسره يې شریک کړي چې ستونزو ته رسیدګي وشي.))
ولسمشر غني د خپلو خبرو په دوام ویلي چې ولسوالان کولای شي خلکو سره له هر اړخیزو مشورو وروسته په خپلو ولسوالیو کې د یووالي او قوي حکومتدارۍ لپاره کار وکړي چې دا به په ټوله کې له نظام او حکومت سره مرسته وي چې لا نور يې پياوړی کړی.
خبریال
عبدالصمد اوریاخېل
سمونه
جان محمد مومند