Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو سره له اوسه اندېښنې شته

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/16

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو زماني مهالویش په تړاو اندېښنه لري.

د ولسمشریزو ټاکنو د زماني مهالویش د عملي پروسې له پیلېدو وړاندې له نقض سره مخ دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، هر څومره چې د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې ځنډېږي، همدومره یې شکایتونه ناوخته څېړل کېږي، چې په ولسمشریزو ټاکنو نیغ اغېز لري.

که څه هم ټاکنو کمېسیون د روانې اوونۍ تر پایه د ټولو ولایتونو د لومړنیو پایلو د اعلان خبر ورکوي، خو په ټاکنو د څار بنسټونه باور لري چې تاکنیز کمېسیونونه مصروف دي او بله نا اصلاح ټاکنیزه پروسه به پیل کړي.

ټاکل شوې  د یکشنبې په شپه د هلمند، کندز، هرات او کندهار ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تصویب شوی زماني مهالویش د ټاکنیېزې پروسې له پیلېدو وړاندې له نقض سره مخ دی.

د پارلماني ټاکنو د زماني مهالویش مطابق، لومړنۍ پایلې باید یوه میاشت وړاندې اعلان شوې خو د ولسمشریزو ټاکنو په زماني مهالویش کې د وروستیو پایلو اعلان ته د جدې ۲۳ نېټه ټاکل شوې. اوس چې د قوس ۲۵ نېټه ده لا هم د یو شمېر ولایتونو لومړنۍ پایلې ندي اعلان شوي.

اوس چې ټاکنو کمېسیون په تدریجي توګه د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي، باور لري چې له تېر به یې زده کړي او د ولسمشریزو ټاکنو زماني مهالویش به زیانمن نه شي، خو شکایتونو کمېسیون د زماني مهالویش په تړاو اندېښنه لري.

اوس چې دواړه ټاکنیز کمېسیونونه په پارلماني ټاکنیزه پروسه کې مصروف دي، په ټاکنو د څار بنسټونه باور لري چې کار به یې دروند شي او د ولسمشریزو ټاکنو په عملیاتي پروسه کې به له ستونزو سره مخ وي.

د ولسمشریزو ټاکنو د مهالویش مطابق په پام کې ده چې د راتلونکې اوونۍ د جدي په لومړۍ نېټه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې پروسه پیل شي، او له هغې وروسته د جدي په ۱۸ نېټه د نوماندانو لومړنی لیست اعلانېږي.

اوس اندېښنه دا ده چې ټاکنیز کمېسیونونه د پآرلماني ټاکنو پروسه کې لا هم ښکېل دي چې د ولسمشره ټاکنو پروسه به نا اصلاح پیل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist