Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حکمتیار: طالبان راته د ناکامو ټاکنو پېغور راکوي

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/16

حکمتیار وايي، کابل ته په راتګ پېښمانه نه دی خو طالبانو د ناسمو ټاکنو له امله پیغور ورکړی دی.

د حزب امیر وايي، د ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو ډکې وې او پایلې یې هیڅ میړنې افغان ته د منلو وړ نه دي.

ښاغلی حکمتیار وايي، د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند لپاره د ټاکل کېدو لپاره د جمعیت په ګډون د حزابو مجموعه جوړه شوې چې دوی د ځانګړو شرایطو په وړاندې کول سره د ملاتړ هوډ لري.

د حزب اسلامي امیر د سولې په برخه کې د دولت هڅې او پارلماني ټاګنې یو ځل بیا وننګولې.

ښاغلي حکمتیار تر ډېره په روانو پروسو توندې نیوکې وکړې او په ځینو مسایلو کې یې د خپلې ادعا د زباد لپاره اسناد هم وړاندې کړل.

د حزب اسلامي امیر وویل، طالبانو د درغلیو ډکو ټاکنو له امله پیغور ورکړی، خو حکمتیار سره له دې چې هر څه د خپلې تمې خلاف ګڼي بیا هم په خپل راتګ پېښمانه نه ښکاري.

حکمتیار وايي، د کمېسیونونو دلالان دا مهال په دې بوخت دي چې د پسو په بدل کې بریالي نوماندان ناکام او ناکام هغه بریالي اعلان کړي.

ښاغلي حکمتیار د سولې په تړاو د ولسمشر له لورې په اعلان شوي بورډ هم نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې دا بورد د اجراییوي صلاحیت پر ځای مشورتي دی.

ولسمشریزې ټاکنې هم د حزب د امیر د تمرکز وړ موضوع وه، خو ټینګار یې دا وه چې د حزب له ادرسه به نوماندان نه وي بلکې د احزابو او مطرح څېرو جوړه شوې مجموعه په دې برخه کې پریکړه کوي، هغې له طالبانو هم په دې مجموعه کې د ګډون غوښتنه وکړه.

ښاغلی حکمتیار وايي، ولسمشر غني هم اوونۍ وړاندې ترې د ملاتړ غوښتنه کړې خو د جمعیت حزب په ګډون جوړه شوې مجموعې ورته شرایط وړاندې کړي، که  منلو ته زړه ښه کړي نو د دوی ملاتړ ورڅخه شونی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist