امریکا وايي، ایران په افغانستان کې له طالبانو ملاتړ کوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې ویلي، ایران نه یوازې له طالبانو ملاتړ کوي بلکې له القاعدې او نورو وسله والو ډلو سره هم مرستې کوي.
پامپیو له امنیت شورا وغوښتل چې پر ایران د توغندیو بندیزونه ولږوي او همداراز د له وسله والو ډلو څخه د ایران ملاتړ پر وړاندې اقدام وکړي.
تر دې وړاندې بیا ایران له وسله والو ډلو د ملاتړ تورونه پرې رد کړي دي.