افغانستان کې د سولې خبرو لپاره د هند ونډه مهمه ده.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته ژمن دی، خو دغه کار کې د سیمې هېوادونو په ګډون د هند همکاري هم مهمه ده.
قریشي چې د پاکستان پارلمان ته یې وینا کوله ویلي، افغانستان کې د سولې ټینګښت یوازې د پاکستان مسوولیت نه دی، بلکې دا د سیمې هېوادونو ایران، تاجکستان، چین او هند ګډ مسوولیت هم دی.
هغه ویلي، هند په افغانستان کې حضور لري، نو ځکه باید د سولې په ټینګښت کې هم همکاري وکړي.