د ډیسمبر نهمه د فساد پروړانډې د مبارزې د نړیوالې ورځ.
د حکومتي چارواکو د شتمنیو د ثبت په وړاندې ننګونې شته چې ستونزې يې جوړې کړي دي.
د فساد پر وړاندې د مبارزې سکرتریت وايي، د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره يې بنسټیز میکانیزم جوړ کړی خو اړینه ده چې تطبیق شي.
په افغانستان کې د یو آین ډي پي ادارې په افغانانو او مدني ټولنو غږ وکړ چې له فساد سره مبارزه کې د افغان حکومت لاسنیوی وکړي.
په افغانستان کې د فساد پروړاندې د مبارزې ځانګړی سکرتریت وايي، ، د فساد پروړاندې د مبارزې لپاره يې بنسټیز میکانیزم جوړ کړي او پر تطبیق یې ټینګار کوي.
د دغه ادارې مشر یما ترابي وايي، په دولتي ادارو کې فساد شته خو د دې تر څنګ اوس ظرفیت شته چې له فساد سره مبارزه وشي.
د حکومتي ادارو ترمنځ نه همکاري، ناهمغږي، نه ظرفیت او د ډیټا بیس نشتون هغه ننګونې دي چې د فساد پر وړاندې مبارزه یې ټکنۍ کړې ده.
له دې سره په افغانستان کې د یو آین ډي پي ځانګړي استازي له مدني ټولنو او د افغانستان له خلکو د فساد پروړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان د حکومت د ملاتړ غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د یو آین ډي پي ځانګړي استازي جوسی لین مسن داسې وویل (( افغانستان کې مدنې ټولنو او افغانانو ته پکار ده چې د افغانستان له حکومت سره د فساد پرواړندې د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي، تر څو په دې برخه کې کړې ژمنې عملي کړي.))
د فساد پر وړاندې د مبارزې ځانګړی سکرتریت وايي، یو شمیر رسنیو او مدني ټولنو د ځینو چارواکو د شتمنیو په اړه غلط معلومات خپاره کړي دي .
دغه ادارې په دغه برخه کې د کره معلوماتو د خپرولو په برخه کې له مدني ټولنو او رسنیو د مرستې غوښتنه وکړه.