پوځ په ختیځ کې دوسله والو پرضد عملیات پراخوي.
ختیځ کې دسرحدي ځواکونو قومندان شمشاد سره په مرکه کې ویلي، له عملیاتو یې موخه دوسله والو ځپل او ولسمشریزو ټاکنوته چمتوالي دی.
جنرال محمد ایوب حسېن خېل وایي، ګډو ځواکونو دننګرهار په نازیانو لسوالۍ کې وسله وال ځپلي او ډېرکلي ترې نیولي.
ختېځ کې د سرحدي ځواکونو قومندان وایي، داعش او طالبان اوس په پخواني زور کې نه دي او سخت ځپل شوي دي.
ایوب حسېن خېل وایي، اوس افغان ځوکونه له د فاعي حالت وتي او په وسله والو یې بریدونه او عملیات زیات کړي چې پرمټ به یې وسله والې ډلې سولې ته مجبور شي.
د پوځ دا قومندان د هېواد په ختېځ کې د عملیاتو د پیل خبر هم ورکوي.
دی وایي له عملیاتو یې موخه په نا امنه سیمو کې امن او راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو ته چمتوالی دی.
ختېځ کې د پوځ دا قومندان وایي، اوس تر بل هر وخت افغان سرتیري تجهیز او مسلکي شوي او کولی شي، چې په هره سیمه کې حکومت ضد وسله والو وځپي؛ وسله والې ډلې هم ځان له دوی کم نه بولي او وخت ناوخت افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې ادعا کوي.