• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار د خبریالانو لپاره د اوسېدو ځای نه دی

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/05

د ننګرهار خبریالان وايي، ځايي چارواکي د خبریالانو امنیت نه شي ساتلی.

ننګرهار کې خبریالانو د یو خصوصي تلویزیون په مشر د تېرې شپې برید غندلی او ځایي چارواکي یې د خبریالانو په امنیت ټېنګښت کې مطلق ناکام وبلل.

تېره شپه د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې نامالومه وسله والو د انعکاس راډیو تلویزیون مشر انجنیر زلمی تښتولی او موټر چلوونکی یې ورته وژلی دی.

خبریالان دې پېښې اندېښمن کړي او د انجینر زلمي د پېدا کېدل یې، ځایي مسولینو ته تر ۴۸ ساعتونو مشرط کړي خو د ننګرهار والي ویاند وايي دوی ټول امکانات په کار اچولي او کار کوي، چې انجنیر زلمی را خوشې کړي.

خبریالان د ښار په یوه مهمه سیمه کې د نامالومه وسله والو د تېرې شپې برید د ټولو خبریالانو لپاره ټکان ورکونکې موضوع بولي او په ځایي چارواکو په غصه دي، چې ګني د خبریالانو د ژوند خوندیتوب په برخه کې بېغوره دي.

د انعکاس تلویزیون د نشراتو مشر وایي،  تېر کال یې پر ادارې د برید مسولیت داعش منلی وو؛ خو اوس نه پوهیږي چې دا پېښه د چا له لورې رامنځته شوې ده او د څه لپاره یې انجنیر زلمی تښتولی دی.

خبریال شکرالله پاڅون هم د وسله والو د برید بریا د شته چارواکو غفلت بولي.

د برید مسولیت هم تراوسه چا ندی منلی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو
افغانستان

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

جون 18, 2025
د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی
افغانستان

اېګلنډ: له ګاونډیو هېوادونو ښايي د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه شي

جون 18, 2025
د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 
افغانستان

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025

وروستي خبرونه

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

جون 18, 2025
د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی

اېګلنډ: له ګاونډیو هېوادونو ښايي د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه شي

جون 18, 2025
د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
د جګړې پنځمه ورځ؛ اسراییلو د ایران پر ملي ټلوېزیون او ګڼو پوځي تاسیساتو بریدونه کړي

د جګړې پنځمه ورځ؛ اسراییلو د ایران پر ملي ټلوېزیون او ګڼو پوځي تاسیساتو بریدونه کړي

جون 18, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist