Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مټیس: خپل ځواکونه له افغانستانه ژر نه وباسو

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/02

امریکا د طالبانو له ټینګار او د سولې د روانو خبرو سره سره په پلان کې نه لري چې له افغانستان څخه ژر ووځي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس ویلي، هڅه کوي د افغانستان جګړې ختمولو لپاره لارې ومومي، خو دا په دې مانا نه ده چې له افغانستان څخه به ډېر ژر ووځي.

مټیس ویلي، که له افغانستان څخه ووځي نو دغه هېواد به د ترهګرو ډلو په پټنځای بدل شي او پر امریکا به بریدونه وکړي.

هغه ویلي، د بهرنیو چارو وزارت خپلې ټولې هڅې کوي چې د افغانستان جګړې د خبرو له لارې حل کړي او په دې تړاو د ملګرو ملتونو په ګډون د سیمې هېوادونو ونډه مهمه ده.

د دفاع وزیر مټیس څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغانستان کې د سولې مذاکراتو  لپاره هڅې ګړندۍ شوي او د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد هم ویلي چې تمه لري له ولسمشریزو ټاکنو دمخه د سولې هوکړې ته ورسېږي.

طالبانو بیا ټینګار کړی چې د سولې خبرې به هغه مهال پیل شي چې بهرني ځواکونه د وتلو مهال وېش اعلان کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist