کابل ښار کې د جي فور ایس په نوم د بهرنیانو پر یو مرکز وسلهوال برید شوی دی.
د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند سړک نو سیمه کې د بهرنیانو پر یو مرکز وسلهوال برید شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي، برید د جي فور ایس په نوم د بهرنیانو پریو مرکز شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي چې وسله وال برید پای ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په چاودنه کې، ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی.