Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کابل ګمرک ډول ـ ډول تاریخي اثار نیولي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/26

نیول شوي تاریخي اثار اطلاعاتو او کلتور وزارت  ته وسپارل شول.

د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر ګمرک کې له ۱۳۹۴ کال راهيسې بېلابېل نیول شوي تاريخي اثار، چې لرغونتيا يې آن تر بودايي دورې رسېږي نيول شوي او اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل شول.

په دغو نيول شويو تاريخي اثارو کې ۲۴۱ فلزي، مسي سکې، ۲ چيني کاسې، ۲ کوزې، ۱ چاينکه ، ۵۸ په لاس ليکل شوي کتابونه ، ۱۱ پاڼې خطي اثار ، ۱ ليکل شوې پاڼه او د بودايي دورې د یوې مجسمې سر شامل دي.

د کابل ګمرک مرستیال عبدالله رقيبي وايي دغه اثار د کلتوري ارزښت تر څنګ د افغانستان په اقتصاد هم ښه اغېزه لرلی شي.

عبدالله رقيبي وايي نيول شوي اثار د کلتوري ارزښت ترڅنګ اقتصادي ارزښت هم لري او په ملي موزيم کې له ځای پرځای کېدو وروسته کولی شي د سياحانو پام ځانته را واړوي او داچاره د هېواد په اقتصاد مثبته اغېزه کولی شي.

په ورته مهال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال رسول باروي هم وايي په داسې موقف کې قرار لري، چې خپل لرغوني اثار خوندي کولی شي.

باوري وايي د افغانستان د اثارو په بیا موندنه کې داخلي او بهرني همکاران لري ، چې دوی سره يې په دې برخه کې مرسته کړې.

اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د دې اثارو د تسليمۍ په غونډه کې ګمرکي چارواکو د دغو اثارو د پېژندلو او بهر ته يې د قاچاق د مخنيوي په برخه کې له دغه وزارت د کارکوونکو د روزنې په برخه کې د ورکشاپونو غوښتنه وکړه.

خبریال محبوب الهی

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist