په کابل ښار کې د علي پور نیولو مسله د خلکو له هر کلي سره مخ ده.
د میدان وردګو سلګونه اوسیدونکو د علي پور د نیونې ملاتړ وکړ او هغه یې باغي، او قاتل انسان یاد کړ.
دوی له ځان سره د هغو کسانو عکسونه هم لیږدول چې علي پور وژلي او یا بندیان کړي دي.
ملي امنیت هم د علي پور نیونه تایید کړې او هغه یې قانون ماتونکی بللی دی.
علي پور چې په میدان وردکو کې خپل سری سیمه ایز قوماندان وو په ډول ډول جرمون تورن بلل کیږي.
د میدان وردګو په مرکز میدان ښار کې سلګونه لاریون کوونکي سړکونه ته راوتي و او د علي پور د نیونې ملاتړ او د هغوی د جنایتونو په وړاندې یې شاهدي ورکوله.
د ولسي جرګې ځینې غړي، هم د حکومت د دغه اقدام هر کلی کوي، خو د علي په ملاتړ د لاریون کوونکو اعمال غندي.
ملي امنیت د علي پور نیول تایید کړې، زیاته کړې یې ده چې علي پور په ۱۳۹۵ کال کې ۱۵۰ کسیزه ډله جوړه کړې وه چې د خلکو د ازار سبب کرځېدل.
ملي امنیت په خپله خبر پاڼه کې لیکلي کله چې پولیسو په بهسود کې د هغه د نیونې اقدام وکړ هغې پنځه تنه پولیس یرغمل کړل او په تښته بریالی شو.
خو علي پور څوک دی؟
((علي پور مشهور په شمشېر قوماندان د میدان وردګو په کجاب دره کې خپل لومړنی فعالیت پيل کړ، چې ځانکړی بیرغ، درندې وسلې، ځانګړی یونفورم لري.
علي پور په څلورو کلونو کې خپل تشکیل څو برابره لوړ کړ او ملاتړ کوونکي یې هم د هزاره توکو مشران یادیږي.
علي پور دوه کاله وړاندې په مرکز میدان ښار کې عملیات وکړل چې شااوخوا نهه ملکي کسان یې له ځان سره یوړل چې د وخت د امنیه قوماندان او والي په وساطت د پيسو په بدل کې خوشې شول.
علي پور په ځلونو د خپلې ډلې جوړښت د کوچیانو په ضد یاد کړی او د راپورنو په اساس د بهسودو په لاره کوچیان برمته چې وروسته یې د وژلو راپورنه هم خپاره شول.
علي پور که څه هم ځان د امنیتي ځواکونو ملاتړی ګڼي خو څو ځلې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه اوښتی دی))
علي پور اوس په زندان کې دی، چې زرګونه هزارهتوکمو یې په غبرګون کې لاریونونه پيل کړي دي.
دغه لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي چې اتله څلويښت پولیس سرتیري په کې ټپيان شوي یو شمیر امنیتي پوسټې او د پولیسو وسایط هم په کې سوځول شوي دي.