امریکا له مکسیکو سره ټولې ځمکنۍ پولې وتړلې.
امریکايي چارواکو له مکسیکو سره ټولې ګډې پولې وتړلې.
د امریکا په سندیاګو کې د دې کډوالو د هرکلي په موخه لاریونونه شوي چې وروسته له پولیسو سره په نښتو اوښتي دي.
لاریون کوونکي سرحدي سیمو کې واټونو ته وتلي وو او کډوالو ته یې د ښه راغلاست شعارونه ورکول.
د سیمې پولیس وايي، د لاریون د کابو کولو لپاره یې اوښلن ګاز او ربړي مرمۍ کارولي دي.
د تیجوانا سیمه چې له مکسیکو سره پر پوله پرته ده، بندرونه او پولې یې تړل شوي او د لاریونونو د مخنیوي لپاره پولیسو د ټرافیکو پر مخ لارې هم تړلې دي.
اخوا زرګونه کسان اوس هم د امریکا او مکسیکو په سرحدي سیمو کې پراته دي او امریکا ته د ننوتلو اجازه غواړي.