Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټاکنو کمیسیون ته د نوماندانو تازه خبرداری!

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/20

د نوماندانو ایتلاف د سې شنبې په ورځ  حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونو ته خبرداری ورکړ.

د نوماندانو لوی ایتلاف خبرداری ورکړ که غوښتنې یې ونه منل شي، ولسمشریزې ټاکنې به تحریم کړي او د ټاکنو کمېسیونونه به وتړي.

دغه ایتلاف چې تازه جوړ شوی، ټینګار کوي چې د پارلماني ټاکنو پاکې او نا پاکې رایې دې سره بېلې او خلکو ته دې تضمین ورکړي.

د نوماندانو ایتلاف د رای شمېرنې په اوسنۍ پروسې هم بې باوره دی او ټینګار کوي چې یوازې بایومتریک رایو ته دې اعتبار ورکړل شي.

د نوماندانو اتیلاف مشر خواجه محمد شفیق وايي که حکومت او کمېسیونونه یې غوښتنې ونه مني، ولسمشریزې ټاکنې تحریم کوي او د لویو لارو تر څنګ د ټاکنیزو کمېسیونونو دروازې تړي.

دغه ایتلاف کې سلګونه نوماندان را یو ځای شوي، خو وايي مبارزه یې د پاکو او تقلبي رایو بېلولو لپآره ده.

که څه هم د ټاکنیزو کمېسیونونو په ګډه پرېکړه کې له بایومتریک پرته رایې هم د اعتبار وړ بلل شوي، خو دا ایتلاف ټینګار کوي چې له بایومتریک پرته رایې دې باطلې شي.

اوس ټاکنو کمېسیون د بیا رایې شمېرنې پروسه پیل کړې چې د قوس تر دویمې نېټې لومړنۍ پایلې اعلان کړي، د نوماندانو ایتلاف باور لري چې لومړنۍ پایلې به هم له درغلیو ډکې وي.

په ټاکنو کمېسیون د سیاسي ګوندونو  او په ټاکنو د څار بنسټونو هم نیوکې دي چې پاکې او تقلبي رایې به بېلې نه کړي.

ټاکنو کمېسیون بیا ستونزې مني خو ټینګار کوي چې د شفافیت لپاره دې نیوکه کوونکي دوی ته اسناد وړاندې کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې
افغانستان

فبروري 1, 2026
له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist