Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ولسمشر: د جګړې شخصي کولو اجازه نه ورکوو

ولسمشر غني: راتلونکی نسل باید له جګړې خوندي وي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/20

د حج فریضې اداءکولو لپاره دې د ملا امامانو او خطیبانو سهم مشخص او زیات شي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، له دې وروسته دې په ټولو ولایتونو کې د علماو شورا ریسان په ولایتي ادارې ناستو کې ګډون کوي.

ولسمشر د ولایتونو د حج او اوقافو ریاستونو ته لارښوونه وکړه چې د جوماتونو  ملا امامانو ته د کمپیوټر زده کړو زمینه برابره کړي.

ولمسشر محمد اشرف غني چې په ارګ کې یې میلاد النبي غونډه کې خبرې کولې وویل، محمد ص دښمنې قبیلې سره متحدې او دوستې کړې او اوس په اسلام کې تور، سپين، خان او غریب له یو ډول حقوقو برخمن دي.

اشرف غني وایي، له دې وروسته به د حج مراسمو کې د حاجیانو لارښود د جوماتونو  ملا امامان وي.

ولسمشر غني وایي، که څه هم په خپل وخت کې د اسلام ستر پیغمبر کله کله اړ کیده  جګړه وکړي، خو بیا یې هم جګړه موخه نه وه او د دښمني اوږدول یې نه ښوول.

هغه وایي، راتلونکو نسلونو ته باید داسې زمینه برابره کړي چې جګړه او نفرت په کې نه وي او د پرمختګ لپاره به هڅې ګړندۍ کړي او راتلونکی نسل باید له جګړې خوندي وي.

د غني په خبره اوس هم د پرمختګ لپاره خنډونه شته، خو باید په اسلامي ارشاداتو یې له منځه یوسو.

د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص به د سرسخترین دښمنانو مقابل کې هم بښنه کوله او غوره اخلاق یې درلودل.

ټولو ته یې اسانه او ارامه فضا رامنځته کړې وه او د سولې او اخوت پیغام یې راوړی و.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې
افغانستان

فبروري 1, 2026
له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist