• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ترابي: د فساد په تړاو د سیګار راپور په ادعاوو جوړ کړی

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/19

له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړي سکرتریت د فساد په تړاو د سیګار ورستی راپور غیر مسلکي او ناسم وباله.

دغه اداره د افغانستان په بیا رغونې د څار امریکايي بنسټ یا سېګار راپور رد کړ او باور یې وښود چې سیګار د راپور لپاره استدلال نه لري او په ادعاوو جوړ شوی دی.

دوی له اداري فساد سره د مبارزې ملي استراټيژۍ د تطبیق کې لاسته راوړنو ته خوشبینه دي چې په خبره یې د نړیوال شفافیت سازمان د فاسدو هېوادونو په درجه بندۍ کې به د افغانستان په موقف غوره اغېزه ولري.

د دوی په خبره د سېګار راپور محتویات له افغان لوري سره همغږي شوي نه دي او په غیرې معیاري توګه ترتیب شوی و.

دې ادارې خپل شپږ میاشتنی راپور خپور کړ چې د حکومت لاس ته راوړنې پکې ستایل شوي چې په لوړه کچه اصلاحات راغلي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړي سکرتریت له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراټيژۍ د تطبیق شپږ میاشتنی راپور وړاندي کړ.

دغه اداره د حکومت له لوري د وزیرانو او معینانو په سطحه د مفسدو چارواکو محاکمه له فساد سره د مبارزې په برخه کې ستايي او د پنځو نورو وزیرانو د محاکمې خبره کوي چې په فساد تورن شوي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړي سکرتریت مشر یما ترابي دولتي مامورینو د جایدادونو ثبت د استخدام په برخه کې د قوانینو تعدیل او تازه ګمارل شوي مامورینو ته د اداري فساد په تړاو ښونه له اداري فساد سره د مبارزې ملي استراټيژۍ د تطبیق ځينې لاسته راوړنې بولي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي
افغانستان

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې
افغانستان

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو
افغانستان

غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

جون 17, 2025
د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو
افغانستان

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025

وروستي خبرونه

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist